امنیت او پېښېمهم خبرونه

په هرات–قندهار لاره کې د سیلاب له امله د موټر واژګونېدو پېښه

د هغو انځورونو له مخې چې پرون په ټولنیزو شبکو کې خپاره شول، یو باروړونکی موټر د هرات–قندهار پر لویه لاره، د دشت بکواه په سیمه کې، د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلاب له کبله واژگون شوی دی.

په دې انځورونو کې ښکاري چې د اوبو ډېر بهیر د موټر چلوونکي له کنټروله ایستلی او موټر په بشپړه توګه په اوبو کې ډوب شوی دی. تر اوسه د دې پېښې د انساني تلفاتو په اړه هېڅ راپور نه دی خپور شوی.

په وروستیو ورځو کې، د درنو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو له امله د افغانستان بېلابېل برخې زیانمنې شوې دي او پر لارو او ترانسپورتي وسایلو یې زیانونه اړولي دي. دغه وضعیت په ځانګړي ډول د لویو لارو پر تګ راتګ جدي اغېزې کړی دي.

ځایي چارواکو د سیلابونو د خطر په اړه له خلکو غوښتي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او د سفر پر مهال د لارو حالت په پام کې ونیسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button